تښتول شوى المانى خوشي شو
دا کس د کندز بغلان په لاره دوسلهوالو له لوري تښتول شوی وو
د ياد شوي ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور وويل چې دغه المانى ستيفين نوميږي او د جي ټي زيد موسسې کار کوونکي دي چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د کندز –بغلان پر لار د نا معلومو وسله والو لخوا تښتول شوى و.
هغه زياته کړه چې ستيفين نن سهار شاخوا درې بجې د پوليسو د کشفى ارګانونو ، ملي امنيت او د چهار درې ولسوالۍ د پوليسو په مرسته په ياده ولسوالۍ له يو پټنځاى څخه را ازاد کړاى شو.
هغه د ياد الماني تبعى د خلاصون د څرنګوالي په اړه معلومات ور نکړل خو زياته يي کړه تراوسه نده جوته شوى چې دغه المانى د ولت د وسله والو مخالفينو لخوا تښتول شوى و که نا مسوولو وسله والو تښتولى و.
سرورى وويل چې په ياده برخه کې د کندوز د امنيتي ځواکونو پلټنې روانې دي.