د ګوشتې په جګړه کې ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ د ګواشتې په سیمه کې د ملي پولیسو پر پوستو د وسله والو طالبانو د برید په پایله کې ۳۲ تنو وسله والو طالبانو ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه برید د سه شنبه په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د وازیخوا خوا د ګواشتې په سیمه کې د ملي پولیسو پر پوستو د دولت د وسله والو طالبانو لخوا تر سره سوی دی.
د پکتیکا د مرستیال والي عطالله فضلي د معلوماتو له مخې یاد برید د سه شنبه په شپه د شاوخوا ۲۰۰ تنو وسله والو مخالفینو لخوا په ډلییز شکل د ملي پولیسو په پنځو پوستو سوی چې په پایله کې د ۱۴ تنو وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې تر څنګ ۸ تنه ملي پولیس وژل سوي او ۱۰ نور ټپیان سوي دي.
د نوموړي په وینا په یاد برید کې د ملي پولیسو یو رینجر موټر هم تخریب سوی او د تازه دمو ځواکونو په ور رسیدو سره سیمه اوس د ملي پولیسو په ولکه کې ده.
یو تن ځایي اوسیدونکي چې د نوم له خپرولو یې ډډه کوله وویل چې په یاد برید ۳ تنه طالبان او ۸ تنه پولیس وژل سوي ده وویل چې ۴ پولیس ټپیان هم دي چې د دریو تنو یې صحي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
بل پلوه وسله والو طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سه شنبه په شپه د عزم عملیاتو په لړ کې د وازیخوا د ګواشتې په سیمه کې د سرحدي پولیسو په پنځو پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۲ تنه سرحدي پولیس وژل سوي لس ټپیان او یو شمیر مهمات هم د دوی لاس ته ورغلي دي.