د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده او ددي ولسوالۍ مسولين د ژر تر ژره مرستي غوښتنه کوي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال عبدلکريم کريمي وايې چې د تېرو څوارلسو ورځو را په دي خوا درنه جګړه روانه ده او تر دي مهاله ولايتي اداري او مرکز ور سره مرسته نه د کړي.

هغه وايې چې ددي جګړي پر مهال تر اوسه پوري ١٣ تنه سرتېري وژل سوي دي او ګڼ شمېر نور ټپيان سوي دي.

هغه وايې چې په دي جګړه کې ١٥ تنه وسله وال وژل سوي دي او ګڼ شمېر نور ټپيان سو دي.

د کريمي د مالوماتو پر اساس چې د تېري شپي دريو بجو را په دي خوا بيا د شالۍ ناوي د پوليسو پر پنځو او افغان پوځيانو پر يوه امنيتي پوسته درنه جګړه پيل سوي ده.

هغه وايې چې سيمي ته يې کومکي ځواکونه استولي خو هغوى هم په لاره کې په نښته کې ښکېل سوي دي.

دى وايې چې که مرکزي حکومت او يا ولايتي اداره خپل پاملرنه ډېره نه کړي نو د ګڼو نورو ستونزو سره به هم مخ سي.

له بلي خوا بيا د خاص اروزګان ولسوالۍ يوي امنيتي باوري سرچيني وويل چې د سنګر نومي سيمي يوه امنيتي پوسته وسله والو مخالفينو ته تسليم سوي ده.

دغه سرچينه وايې چې تر اوسه دا مالومه نه ده چې دا امنيتي پوسته لا له وړاندي د وسله والو مخالفينو سره لاس درلودى او که يې د جګړي د فشار له امله ځانونه تسليم کړي دي.

په دي پوسته کې ټول ٣٧ تنه سرتېري وه چې دا مهال يې د سرتېرو د برخليک په اړه څه نه دي ويل سوي.

دا په داسې حال کې چې د اروزګان په يو شمېر نورو سيمو کې هم د درنو جګړو خبرونه خپاره سوي دي.

تر اوسه د دولت وسله والو مخالفينو په دي اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *