ولسي جرګې له پاکستان سره د تړون څیړنې وړاندیز کړی

د خلکو استازو په ولسي جرگه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوکړه ليک د ځيرلو غوښتنه کړې ويلي يي دي: تر اوسه دا روښانه نه ده چي په دي هوکړه کي څه ويل شوي او پري پوهيدل د استازو حق دی. ولسي جرگې د ملي يوالي له حکومته غوښتي ترڅو د هيواد لويو مسايلو په هکله له پريکري مخکي د تولو نظر تر لاسه کړي.

د افغانستان او پاکستان د استخباراتو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې سخت غبرګونونه را پارولي دي. حکومت له دې سره چې ویلي دا هوکره تر اوسه لاسلیک شوی نه ده او یواځې د تخنیکې اړخ برخه یي لاسلیک شوي خو د خلکو استازو نن وویل: باید ددې هوکړې بشړ متن دوی ته وسپارل شي.

د خلکو استازو وویل: پاکستان تل د افغانستان پر ضد د ترهګرو ملاتړ کړی دی او هیځ کله یي خپلې ژمنې نه دي پلې کړې. دوی له حکومته وغوښتل ترڅو د سولې د ټینګښت په برخه کې په داګه ګام پورته کړي او افغانانو ته باید وویل شي چې له چا سره باید خبرې وشي.

همدارنګه استازو په حکومت کې پر مخالفتونو نیوکې وکړي وویل: دواړه مشران باید کوچوني اختلافات څنډې ته کړي او پر لویو او ملي مسایلو هوکړې ته ورسیږي. ددوی په اند که چیرې د ملي یوالي حکومت مشران په بیلا بیلو برخو کې هوکړې ته سره ورسیږي د ستونزو هوارول به هم آسانه وي.

دې استازو له ولسي جرګې وغوښتل ترڅو د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ د یوالي او اختلافاتو د له منځه وړلو پلان رامنځ ته کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *