امریکا د اټومي وسلې دپراختیا له مخنیوي سره مخالفت وکړ

امريکا او ملگرو هيوادونو يي له نړۍ څخه د اټومي وسلو د راټولولو يوي هوکړې مخنيوی کړی دی

د اټومي وسلو د منع سازمان ناسته له څلورو اونيو راهيسي په ملگرو ملتونو کي د نړۍ يو سل پنخوسو هيوادونو د استازو په گډون روانه وه او دا ناسته له کومي هوکړې پرته پاي ته ورسيده

د اټومي وسلو د منع سازمان ناسته تیره ورځ بې پایلې پای ته ورسیده، امریکا، کاناډا او بریتانیا تر دوه زره شپارسم کاله له اټومي وسلو د پاک منځني ختیځ په تړاو د عربي هیوادونو غوښتنه رد کړه. د امریکا بهرنیو چارو وزارت د وسلو کنترول او نړیوال امنیت په برخه کې مرستیال وویل، دا وړاندیز له ریښتینولیه لري او د امریکا له اوږد مهال پلان سره په ټکر کې دی. ددې وړاندیز وړاندې کونکو هیوادونو چې مصر هم پکې راځي د امریکا او نورو هیوادونو له پریکړې خواشیني څرګنده کړه او خبرداری یي ورکړ، چې عربي هیوادونه به دلویدیځې نړۍ پر وړاندې غبرګون ښکاره کړي. د اسرایلو رژیم په منځني ختیځ کې یواځینۍ اټومي وسلې درلودونکی رژیم دی، خو دې رژیم هیڅکله دا نه ده منلې او اعتراف یي نه دی کړی. دې رژیم د اټومي وسلو د منع تړون هم نه دی لاسلیک کړی او د څارونکې رژیم په توګه په دې تړاو ناستو کې ګډون کوي. د ان پي ټي راتلونکې ناسته به په دوه زره شلم کال کې تر سره شي خو ددې نا ستې ګډونوالو د ملګرو ملتونو لوی منشي څخه وغوښتل ترڅو د منځني ختیځ اړوند ناسته په دوه زره شپارسم کال کې تر سره کړي له دې پرته چې اسرایل له دې ناستې سره هوکړه کوي او که نه.

ایران د سلو شاوخوا د پرمختګ په حال کې هیوادونو په استازیتوب وویل: دا د تعجب وړ خبره ده چې امریکا کاناډا او انګلستان د اسرایلوله رژیم څخه په دفاع سره د یوې مهمې او اړینې پریکړې مخنیوی وکړ. د روسیې استازي د اټومي وسلو د پرمختګ مخنیوي په برخه کې د تر لاسه شویو چانسونو له لاسه ورکول د شرم وړ ښودلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *