کابل کې پر مېلمستون د برید قربانیان ‘۱۱’ تنو ته رسېدلي
کابل کې پر مېلمستون د برید قربانیان ‘۱۱’ تنو ته رسېدلي
دوه افغان پولیس د هغه مېلمستون دروازه کې، چې تېره شپه برید پرې وشو
افغان چارواکي وايي، پلازمېنې کابل کلوله پشته سیمه کې د پارک پالس په نامه یوه هوټل د یوه کانسرټ له پیلېدا مخکې، برید شوی، چې لږترلږه د یوه امریکايي په ګډون ۱۱ کسان پکې وژل شوي دي.
برید تېره شپه شاوخوا اته بجې پیل شو چې تر پنځه ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېد.
د کابل پولیسو د جنايي جرمونو د څېړنې مشر فرید افضلي بي بي سي ته وویل، د تېرې شپې برید کې یوولس کسان وژل شوي. په برید کې ددوو برید کوونکو د وژل کېدو خبر هم خپور شوی.
خو د کابل د پولیسو مشر وايي، د وژل شویو او ټپیانو شمېر له یوولسو کسانو ډېر نه دی، او پر مېلمستون یوازې یو برید کوونکی وژل شوی.
په کابل کې د هند سفارت چارواکو خبریالانو ته ویلي، په برید کې د بهرنیو وژل شویو له ډلې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان د هند دي.
پولیس وايي، لومړۍ ارزونې یې ښيي چې یوازې یوه برید کوونکي برید کړی
په کابل کې د هند سفیر پر ټویټر لیکلي، د پېښې په ځای کې هندي وګړي هم وو، چې ځینې یې وژغورل شول، خو په قربانیانو کې ځینې هندیان هم دي.
په کابل کې د امریکا سفارت یوه ویاند په برید کې د یوه امریکايي وګړي د وژل کېدو خبر تایید کړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
برید د شپې ۸:۳۰ بجې د موسیقۍ له یوه کنسرته مخکې پیل شو، خو بیا وروسته ځانګړو ځواکونو، د ملي پوځ سرتېرو او پولیسو سیمه محاصره کړه.
طالبان
د برید پړه وسله والو طالبانو منلې. د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ادعا کړې، برید د بهرنیانو پر یوې غونډې شوې، چې په وینا یې (لسګونه) کسان پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
طالبان وايي، دا برید یې د ځانګړي تکتیک له مخې کړی، چې وايي په یاد هوټل کې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو مهم مېلمانه وو.
د افغان ملي پوځ د ۱۱۱ لوا مشر قدم شاه شاهین تر دې وړاندې د رویټرز خبري اژانس ته وویل حکومتي ځواکونو لږترلږه ۱۶ کسان ژغورلي
طالبانو دا هم ویلي، برید د یوه کس له خوا شوی.
یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د فرانسې خبري اژانس ته وویل: “ټاکل شوې وه په دغه مېلمستون کې نن شپه یو کنسرت ترسره شي. بهرني مېلمانه چې ډېری یې د ترکیې او هند اتباع وو هم دغه کنسرت ته بلل شوي وو”.
ده وویل: “برید د کنسرت له پیل مخکې شروع شو. موږ فکر کوو د دریو او پنځو ترمنځ بریدګرو وکولی شو مېلمستون ته ننوځي، خو هغوی پیل کې د مېلمستون د ساتندویانو له مقاومت سره مخامخ شول”.
د پولیسو په وینا لږترلږه یو بریدګر اوس هم په مېلمستون کې دننه دی.
د پارک پالس مېلمستون یوه کارکونکي چې ځان یې په یوه خونه کې پټ کړی و هم د فرانسې خبري اژانس ته وویل هغه په مېلمستون کې د مېلمنو چیغې اورېدې، په داسې حال کې چې ډزې کېدې”.
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي، لومړی بهرنی چارواکی و چې د دغه برید پر وړاندې یې غبرګون وښود او پر خپلې ټویټر پاڼې یې لیکلي: “په الوتکه کې وم چې د کابل برید په اړه خبر شوم. د وضعیت په اړه اندېښنه لرم او د ټولو د خوندیتوب لپاره دعا کوم”.
د برید سیمې ته څېرمه د ملګرو ملتونو یو لوی دفتر، د هالنډ سفارت او د بهرنیانو ځینې مېلمستونونه او دفترونه هم دي.
هدف شوی مېلمستون د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ له یوه کیلومتر لږ واټن لري، چې ورڅېرمه د پولیسو د تلاشۍ یوه پوسته هم ده.
ددغه مېلمستون پر فېسبوک پاڼې لیکل شوي، چې پارک پالس یو ”ساده افغاني” مېلمستون دی، چې د ملګرو ملتونو کاروونکي ورته تګ راتګ کوي.