په هلمند ولایت کې د وسله والو په نښته کې ۱۰ تنه ووژل شول

په هلمند ولایت کې د سولې د عالي شورا غړیو، دیني عالمانو، ملي امنیت او ګڼو نورو دولتي چارواکیو باندې د حج او اوقافو په ریاست کې د غونډې پر مهال وسله وال برید کې ۱۰ تنه ووژل شول.

دغه برید سهار ۱۰ بجې د دوو وسله والو له خوا رامنځته شو، چې لومړی یې د حج او اوقافو ریاست دوه پولیس ووژل او د غونډې له شاوخوا راتاو شول.

د غونډې برخه وال دیني عالم مولوي مهردل وویل، چې د وسله والو په برید کې ۳ تنه ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

د ده په خبره په وژل شویو کې د دغه ریاست ساتونکې هم شامل دي.

مهردل بریدګر د پاکستان کسان وبلل او زیاته یې کړه، پاکستان هغه هېواد دی، چې کله هم نه غواړي، په افغانستان کې سوله راشي.

بل خوا یوې امنیتي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، په دې برید کې د هلمند ولایت د سیمه ییزو پولیسو مشر سمونوال محمد ګلاب ایوبي، د ملي امنیت مطبوعاتي مشر عبدالرحیم نظري، د حج او اقافو رییس زوی وژل شوي دي.

د هلمند ولایت د امنیتې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال پاچا ګل بختیار رسنیو ته وویل، چې په دغه برید کې د پولیسو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د امنیت د امر په خبره، د سیمه ییزو پولیسو مشر له بریدګرو سره په نښته کې ووژل شو.

په ورته وخت کې د بېړني روغتون یو ډاکټر د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې دوی ته د پېښې له ځایه ۹ وژل شویو جسدونه او ۱۱ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په ژوبل شویو کې دیني عالمان هم شامل دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی.

احمدي په رسنیو ته په لېږل شوي پيغام کې ویلي، چې د دوی دوو تنو ځانمرګو بریدګرو د حج او اوقافو په ریاست کې ۱۵ تنه وژلي دي.

دا په لښکرګاه ښار کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې دویم برید دی، چې له پولیسو سره په نښته کې په ساعتونو ساعتونو دوام کوي او درنه مرګ ژوبله اړوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *