نوازشریف به سبا (سه شنبه) کابل ته راشي

ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف د افغان حکومت په بلنه افغانستان ته راشي.

د افغان حکومت اجراییه ریاست وايي چې افغان چارواکي به د پاکستان له صدراعظم سره د سولې د تېنګښت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي د سولې له خبروڅخه د ملاتړپه نیت کابل ته راځي.

ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف بیاهم د افغان حکومت په بلنه د سه شنبه په ورځ افغانستان ته راشي.

د افغانستان اجرایه ریاست وايي چې پاکستان د هغه هېوادونو له ډلې نه دی چې کولای شي د افغانستان د سولې له بهیرسره مرسته وکړي.

د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له همدې امله افغان حکومت هڅه کوي چې لومړی د دواړو هېوادونو ترمنځ د باورفضا رامنځته شي:

((پاکستان یوله هغو هېوادونو نه دی چې د افغانستان د سولې له بهیرمرسته کولای شي، افغان حکومت هم هڅه کوي چې ترهرڅه دمخه یوه د اعتماد فضا رامنځته شي، ترڅو دواړه هېوادونه له یوبل سره ګډ کار وکړي او د اړیکو د ښه والي او د سولې د خبرو، د کډوالو په چارو او سوداګریزو اړیکو کې ښه والی راشي.))

په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا په دې اړه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی شریف به په دغه سفرکې د ولسمشرمحمد اشرف غني او اجراییه ریس عبدلله عبدالله سره وګوري.

په دغه سفرکې د ښاغلي شریف سره د ملي امنیت او په بهرنیو چاروکې دده سلاکار سرتاج عزیز او لوی درستیز راحیل شریف په ګډون یو شمېر نور دولتي چارواکي هم شامل دي.

د یو سوله ییز ګاونډي لپاره هڅې د پاکستان د صدراعظم د سفر له مهموهدفونو څخه شمېرل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اوس مهال د افغانستان پاکستان اړیکې په یو بې ساري ډول ښې شوي دي او دغه سفرکولای شي چې یو مثبت لوري ته د اړیکو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او په سیمه کې د سولې او لا ثبات لامل وګرځي.

دا سفرپه داسې حال کې کېږي چې تېره اونۍ د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پیبلزګوند مشراصف علي زرداري هم کابل ته راغلی و.

په عین حال کې یوشمېرسیاسي کارپوهان په اوسنیو شرایطو کې کابل ته د ښاغلي شریف او ملګري پلاوي سفر یې ډېر مهم ګڼي. د چارو کارپوه محب الله شریف يې په اړه وایې:

((د پاکستان لوړ پوړی پلاوی چې کابل ته راځي، د هېواد اوسنی وضیعت دا وايي چې، ښايي دوی ډېر سرنوشت سازه مسایل ولري او هغه سیاسي نرمښتونه چې تردې دمه افغانستان د پاکستان په وړاندې درلودل پاکستاني غاړه هم د دې په بدل کې افغانستان ته یوڅه ورکړي.))

داسې راپورونه هم شته چې پاکستانې غاړه ښايي له افغان حکومته وغواړی چې په جبهوو کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې له نرمښته کار واخلي.

خو د چارو د شنونکو په وینا دا موضوع به افغانانو ته د منلو وړ نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشراشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې جګړه پرافغانانو تپل شوې او د جنګ ځواب به په جنګ ورکول کېږي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *