طالبانو چارسده ولسوالي محاصره کړې
وسله وال طالبان وايي چې د غور چارسده ولسوالي يې له پرون راهیسې تر بريدونو لاندې ده او دفاعي پوستې د دوی واک ته ورغلې.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې چې تېره ورځ غرمه مهال يې پر یاده ولسوالۍ او د هغې پر دفاعي پوستو بریدونه پیل کړل چې لا هم روان دي.
تېره ورځ هم امنیتي مسوولینو د بادغیس د جویند ولسوالي د سقوط خبر ورکړ، چې طالبانو يې هم د نیولو راپورونه ورکړل.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دې ولسوالي ولسوال او امنیه قومندان د دوی له محاصرې نه د چورلکو په وسیله د ولایت مرکز ته ولېږدول شول، خو دوی «په ولسوالۍ، امنیه قومندانۍ او پوستو کې د دښمن ۸ عرادې رینجرموټر،۱۱ عرادې موټرسایکلان ، ۴ ثقیلان ، ۲ راکټونه ، ۲۲ کلاشنکوفونه ، ۳ شل ډزې او څلور غټ موټر په وسلو اوګڼ شمېرمهمات» تر لاسه کړي دي.
یاده دې وي د طالبانو د نویو پسرلنیو عملیاتو په اوږدو کې څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازو د دې ولایت د ځينو ولسوالیو د سقوط ته نږدې کېدو خبر ورکړ.
پرون بیا د لوګر ولایتي شورا استازیو او د دې ولایت اوسېدونکو شکایتونه وکړل چې د لوګر ازره، څرخ او خروار درې واړه ولسوالي سقوط ته نږې دي.
د دوی په خبره که مرسته ور ونه رسېږي، په څو ورځو کې به دولت ته ورپاتې د ولسوالیو تعمیرونه هم د طالبانو تر لاس لاندې شي.