د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د غور کمیسیون یې منحل کړی او ټاکل شوې ده چې د ډله ییزو رسنیو کمیسیون جوړ کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د شکایتونو د کمیسیون فعالیت د ډله ییزو رسنیو د قانون د ۴۲ مادې پر اساس پای ته رسوي او غواړي چې ډېر ژر د رسنیو د ملاتړ کوونکو ادارو په مشوره د ډله ییزو رسنیو کمیسیون جوړ کړي.

د کلتور وزارت دا خبرپاڼه وروسته له دې خپره کړه چې یو شمېر کسانو دا وزارت او په تېره بیا د هغه نوی وزیر عبدالباري جهاني د څلورو کرکه خپروونکو ورځپاڼو د مدیرانو په احضارولو او ایران ته د یو شمېر کتابونو د لېږلو د مخنیوي په خاطر له دې سره سره وغانده چې په دواړو پرېکړو کې ښاغلي جهاني رول نه درلود.

لومړۍ پرېکړه د پخواني وزیر ښاغلي رهین د وزارت په مهال شوې وه او دوهمه د رهین له لوري د جوړ شوي کمیسیون له خوا شوې وه.

اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د کابینې په غونډه کې د کلتور له وزیر عبدالباري جهاني څخه د څو ورځپاڼو د مدیرانو د احضارولو او ایران ته د یو شمېر هزاره ګانو د کتابونو د لېږلو د مخنیوي په اړه توضیحات وغوښتل چې په ځواب کې ښاغلي جهاني ورته وویل، د کتابونو د مخنیوي پرېکړه مخکې تر دې شوې وه چې دی وزیر شي او د ماندګار په شمول د درو نورو ورځپاڼو مدیران د کمیسیون له لوري د دې لپاره غوښتل شوي وو چې د ځینو موضوعاتو په اړه له هغوی څخه توضیح وغوښتل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *