د يوه کس پر تنه د بل کس سر د نښلولو عمليات په بريا سره پاي ته رسيدلي دي

د سويلي افريقا په جوهانسبرگ ښار کي ډاکترانو د سرطان په ناروغۍ د يوه کس له تني سر پري او بل سره يي پري ورنښلولی او له دې ناروغیه هم ژغورل شوی دی

شپږ دیرش کلن پال هورنر پنځه کاله مخکې د هوډوکي په سرطان اخته شوی او ډاکتران دده په درملنه کې پاتې راغلي و. خو دی ناهیلې نشو او دې له ګواښه ډکه او لومړي ځل لپآره دې ډول عملیاتو ته یي غاړه کیښوده چې د بریالیتوب شونتیا یي ډیره لږه وه. دا عملیاتو د متخصصو ډاکټرانو له لوري په نولسو ساعتونو کې په بریا پای ته ورسیدل. دا عملیات د فبروری په لسمه نیټه تر سره شوي دي خو ډاکټرانو د ګتورو پآیلو د تر لاسه کیدو تر نیټې دا عملیات پټ ساتلې وو او اوس چې د دې عملیاتو ګټورې پایلې تر لاسه شوې نو دا خبر یي له رسنیو سره شریک کړی دی.

ددې عملیاتو یوه ډاکټر له سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې د خوښي ځرګندولو ترځنګ ویلي: دا لویه علمي لاسته راوړنه ده مونږ دا په ډاګه کړه چې دا ډول عملیات هم شونې دي او مونږ په دې بریالي شوو ترڅو یوه کس ته یو نوی بدن ورکړو چې دده دا بدن به د مخکیني اویا هم له هغه په ښه توګه کار وکړي.

ددې عملیاتو نورې پایلې به لویو لاسته راړنو ته لاره هواره کری ددی عملیاتو یو تن ګډونکونکی ډاکټر وایي ددوی لویه هیله داده چې نومه وری ناروغ تر دوه کلونو له خپل نوي بدن سره روغ رمټ وویني د هغه کس چې مخکې له دې یي بدن په شپړه توګه له منخه تللی وو او ډاکټرانو ده ویلي وو چې تر یوی بلې میاشتې به ژوندی وي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *