په سرپل ولايت کي د وسله والو مخالفينو سربيره په 55 کړيو کي نږدي 700 وسله وال شتون لري
په سرپل ولايت کي د وسله والو مخالفينو سربيره په ۵۵ کړيو کي نږدي ۷۰۰ وسله وال شتون لري، له افغان امنيتي ځواکونو سره جنگيږي، له خلکو باج اخلي او دوی ځوروي
په سرپل ولایت کی د وسلو را تولولو مسول (ډګروال میرعلي نادم) وایي: ددې ولایت په ډیریو ولسوالیو کې نامسوله وسله وال فعالیت لري او خلک بیځایه ځوروي.
ښاغلي نادم زیاته کړې په دې ولایت کې د نامسوله وسله والو شتون کورنیو او بهرنیو وسله والو مخالفینو ته د فعالیت لاره هواره کړې ده. ده له دې ډلو د هیواد او هیوادوالو پر وړاندې د جدي ګواښ په توګه یادونه کړې ویلي یي دي، دولت کولای شي دې کسانو ته د بوختیا په رامنځ ته کولو سره په سرپل ولایت کې ددې وسله والو د فعالیت مخنیوی وکړي. ده ویلي دې کسانو تل د ټوپک په زور خپل کار ژوند ته دوام ورکړی دی.
په سرپل ولایت کې د ډایاک مسول ویلي په دې ولایت کې د وسلو را ټولولو پلان له پیله له اوه سوه پنځوسو کسانو څخه له دوه زره ډیره سپکه او درنه وسله تر لاسه شوې ده چې دې هم د امنیت په تینګښت کې مرسته کړې ده.