يمن د سوند توکيو له سخت کمښت سره مخ دی

ملگرو ملتونو ويلي: که چيري په دي برخه کي کوټلي گامونه پورته نکرل شي، تر راتلونکو څو ورځو به ددوي فعاليت په بشپړه توگه وځنډول شي

د ملگرو ملتونو د مرستو همغږي کونکي ويلي: په يمن کي د وسلو بنديز دي هيواد ته د بيړيو او الوتکو د الوتنو د کمښت لامل شوی دی

د ملګرو ملتونو دبشر دوستاانه مرستو همغږي کونکي (جوهانس وانډرکلاوو) ویلي: په یمن کې د سوند توکي د پای ته رسیدو په حال کې دي او که چیرې دا توکي پای ته ورسیږي په تولو لکه په مخابراتي، روغتیایي او څښلو پاکو اوبو د رسونې چوپړتیا به په بشپړه توګه ودرول شي. ده خبرداری ورکړی که چیرې دې برخه کې پاملرنه ونشي تر راتلونکو څو ورځو به یمن په بشپړه توګه فلج شي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي ویلي: پر یمن د وسلو بندیزونو په ډې هیواد کې د سوند توکو کچه ټیټه کړې ځکه بیړیو او الوتکو ته ا جازه نه ورکول کیږي ترڅو دې هیواد ته اړین توکي ولیږدوي.

د حوثیانو غورځنګ د ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره د سوند توکو له کمښته خبر ورکړی ویلي يي دي، چې د روغتونونو د سوند توکي به تر راتلونکو څلور ویشتو ساعتونو پای ته ورسیږي. دوی له دې بنسټ غوښتي ترڅو پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف د هوایي بریدونو مخنوی وکړي.

پر یمن د سعودي عربستان په لارښونه د ایتلاف هوایي بریدونه په پنځو اونیو راهیسې دوام لري چې تر اوسه یي له امله له دوه ډیر کسان وژل شوي او درې سوه زره یمنیان د خپلو کورونو پرې ښودو ته اړ شوي دي همدارنګه د حوثیانو او منصور هادي د پلویانو ترمنځ نښتې هم دوام لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *