په تېر کال کې د پولیسو له خوا په امریکا کې ۳۰۴ تورپوستي وګړي وژل شوي
په تېر کال کې د پولیسو له خوا په امریکا کې ۳۰۴ تورپوستي وګړي وژل شوي
په تېر کال ۳۰۴ تور پوستی وګړي د امریکايي پولیسو له خوا وژل شوي دی
د یوې نوې شمېرنې له مخې، په تېر کال کې د امریکايي پولیسو د تاوتریخوالو په لړ کې په امریکا کې تر زر زیات کسان وژل شوي، چې زیاترو یې امریکايي تورپوستي وګړي دي.
د دغې شمېرنې له مخې، پر ۲۰۱۴ کال ټولټال ۱۱۴۹ وګړي، د امریکايي پولیسو د تاوتریخوالو په بهیر کې وژل شوي، چې ۳۰۴ تنه یې تورپوستان دي. د دغه راپور پر بنسټ، په دغه ټول وژل شویو کسانو کې ۲۶ سلنه یې تورپوستان دی.
راپور زیاتوي، زیاتره تورپوستي وګړي، چې د امریکايي پولیسو هدف ګرځېدلي، د امریکا د اوکلاهما او میسوري ایالتونو اوسیدونکي دي.
د امریکا د سي. ان. ان تلویزیوني شبکې د راپور پر اساس، د سویلي کارولینا او سن برناردینو پېښو وروسته، چې د پولیسو ښکاره تاوتریخوالي نندارې ته ږدي، د پولیسو د تاوتریخوالي نور ویډیوګانې هم ترلاسه شوي دي.
په دې وروستیو کې د امریکا په څو مهمو سیمو کې د پولیسو د تاوتریخوالي په وړاندې ولسي لاریونونه دوام لري، چې په یو شمېر ښارونو کې له کنټروله وتلی او هلته بیړنی حالات اعلان شوی دی