چاودنې د “داعش” ۲۵ غړي وژلي
په سوریه کې د بشري حقونو فعالانو د چارشنبې په ورځ ویلي، ددغه هېواد په لوېدیځ دیر الزور ولایت کې یوې درنې چاودنې د “اسلامي دولت (داعش) لږترلږه ۲۵ غړي وژلي دي.
سرچینه وايي، دا چاوده د چاودېدونکو توکو جوړولو په یوه کارځای کې شوې ده.
بریتانیا مېشته د بشري حقونو دغه ډله وايي، د چاودنې اصلي لامل نه دی روښانه شوی:
“د چارشنبې په ماسخوتن د دیر الزور ولایت المیادین ښار د داعش اړوند یوه کارځای کې درنه چاودنه وشوه”.
“له لومړۍ چاودنې وروسته ښار ځینو نورو چاودنو ولړزاوه. چاودنه کې د داعش ۲۵ غړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي”.
تر اوسه داعش ددغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده “اسلامي دولت” د عراق پولې ته څېرمه د دیر الزور ولایت پر ډېری برخې واکمنه ده، خو د ولایت مرکز او ځینې نورې هغه سیمې د سوري ځواکونو په لاس کې دي، چې چندانې ستراتیژیک اهمیت نه لري.