د افغانستان او روسیې ترمنځ تسلیحاتي همکاري ځنډېدلې
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/04/ruusia-afghanistan-flag1.jpg)
د افغانستان او روسیې ترمنځ تسلیحاتي همکاري ځنډېدلې
په کابل کې د روسیې سفیر وايي د نا څرګندو دلایلو له کبله د افغانستان او روسیې ترمنځ تسلیحاتي همکاري متوقفه شوې ده. الکساندر منتیسکي ویلي روسیې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې له افغانستان سره په بلاعوضه ډول د یو شمیر کلاشینکوفونو مرسته کړې وه او دغه راز یې له امریکا سره د هوکړې له مخې د ۲۰۱۴ کال په اکټوبر کې افغان ځواکونو ته ۶۳ چورلکې سپارلې، خو تر هغو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تسلیحاتي همکاري ځنډېدلې ده.ده ویلي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ تسلیحاتي همکاري خورا مهمه ده او که لودېدیځ هېوادونه د افغان ځواکونو اړتیاوې نه شي پوره کولی روسیه دغه کار کولی شي. ده د افغانستان له ملي شورا غوښتنه کړې چې له افغان حکومت څخه د دې همکارۍ د څنډېدو دلیل وپوښتي.