د زابل امنیتي چارواکي وایي چې ددې ولایت په مربوطاتو کې د تښتول سویو ۳۱ مسافرینو د خلاصون په موخه د دولت هلو ځلو او جګړه ییزو عملیاتو تراوسه کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

د زابل سرپرست والي محمد اشرف ناصري خبریالانو ته وویل چې د تښتول سویو کسانو د راخوشې کولو په موخه د دوی هڅې لا روانې دي او څو ځله یې سیمې ته قومي مخور او مشران لېږلي خو لا یې هم کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ناصري وایي ددې کسانو د خلاصون په موخه په لومړنیو پوځي عملیاتو کې د دولت څلور شپېته وسله وال مخالفین او د ملي اردو یو شمېر پوځیان ووژل سول خو عملیات بریالي نه وو.

نوموړی زیاتوي د زابل ولایتي اداره او ملي امنیت د مرکزي حکومت په همکارۍ هڅه کوي چې ددې کسانو د راخلاصولو په موخه له هرې ممکنه لارې کار واخلي او د دوی دا هڅې به د تښتول سویو مسافرو د راخلاصولو تر وخته دوام ولري.

د زابل سرپرست والي وایي دی هیله مند نه دی چې دا خبرې دې کومه پایله ولري او زیاتوي چې دا کسان د دولت د بهرنیو مخالفینو په اختیار کې دي نو همدا لامل دی چې له تښتونکو سره د زابل د ولسي وګړو مخامخ خبرې نه دي سوي.

ناصري زیاتوي تښتول سوي کسان د زابل د خاک افغان ولسوالۍ ته وړل سوي خو دا چې وسله وال مخالفین تل په حرکت کې وي نو کله یې له یوه ځای نه بل ځای لېږدوي چې دې ستونزې هم د دوی کار له ځنډ سره مخ کړی دی.

دده په خبره چې دوی اوس هم پر پوځي برخه ټینګار کوي او که چېرته له تښتونکو سره د خبرو زمینه برابره سي نو دوی به بیا هم د زابل د ولایتي شورا او قومي سپین ږیرو په مرسته ددې کسانو د راخلاصولو په موخه اړین ګامونه پورته کړي.

محمد اشرف ناصري په زابل کې د بدر په نوم د پیل سویو عملیاتو په اړه هم وویل چې موخه یې د وسله والو مخالفینو د پلانونو شنډول او په زابل کې د امنیت لا ټینګښت دی.

ناصري زیاته کړه چې په پیل سویو عملیاتو کې چې اوس هم دوام لري ګڼ شمېر ماینونه شنډ سوي او وسله والو مخالفینو ته هم زیانونه اوښتي دي.

نژدې دوه میاشتې مخکې مخ پټو وسله والو د کابل کندهار پر لویه لاره د زابل د شاجوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې له دوه درې سوه درې موټرونو څخه یو دېرش مسافر وتښتول چې برخه لیک یې لا هم معلوم نه دی.

د یادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو هم ادعا کړې چې په زابل کې د بدر په نوم د پیل سویو عملیاتو په غبرګون کې یې افغان پوځیانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.

د جکومت یوې خبري سرچینې هم په زابل کې د بدر په نوم د پیل سویو عملیاتو پرمهال د یو شمېر افغان پوځیانو وژل کېدل منلي دي او ویلي یې دي چې په دې عملیاتو کې چې اوس هم روان دي، د دولت لسګونه وسله وال مخالفین وژل سوي او ورته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *