افغانستان به ۱۵ کاله وروسته د مسو او وسپنې تر ټولو ستر تولیدوونکی هیواد شي

ولسمشر اشرف غني هند ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ پرون په نوي ډیلي کې د هند د نړیوالو چارو شورا ته وینا وکړه. ده په وینا کې د هغو ستونزو او ګواښونو د یادولو ترڅنګ، چې افغانستان ورسره مخ دی، د فرصتونو یادونه هم وکړه. ولسمشر وویل چې افغانستان به په راتلونکو پنځلس کلونو کې د نړۍ د مسو او وسپنې تر ټولو ستر تولیدوونکی هیواد شي. ده د افغانستان جغرافیايي موقعیت د دغه هیواد تر ټولو غوره امتیاز وباله، ویې ویل افغانستان د یوې څلورلارې په شان دی چې د اتلسمې پېړۍ په څېر د نظریو، انسانانو او سوداګريزو مالونو د ترانزیت لاره وي. د ولسمشر غني په باور، افغانستان به په ۲۵ کلونو کې د منځنۍ اسیا، جنوبي او ختیځې اسیا ترمنځ نښلوونکی شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *