د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان برید ته چمتوالی ښودلی

دوی ویلي که چیرې عربستان پر دوی هوایي بریدونه بند نکړي په برید به لاس پورې کړي

د «انصارالله» تحريک پر سعودي عربستان ځوابیه پوځي بريد کوي، کچیري پريمن هوائي بمبارۍ بندې نه کړي. سعودي عربستان الرياض ته داخبر داری د «انصارالله » دسياسي بيرو دغړي محمد ال بايتي له خوا ورکړل شوې دي.

نوموړې د “آل میادین”دتلويزونې چينل سره په خبرو کې وويل چې «حوثيانو» په صنعا کې واک ترلاسه کړی دي. پر سعودي عربستان باندې د حملي دپاره « ټوغنديو ته اړتيا نشته».

ال بايتي د «عربي ائيتلاف» داخبري رد کړي، چې ګواکې د «پرېکنده توپان» په نامه عملياتو کې دهوائي بمباريو په نتيجه کې د حوٍثيانو پوځي پوتانسيل «قدرت» کمزوری شوی دي.«سعوديان په دې ښه پوهيږي. موږ دوی ته پيغام واستاوه، او مشوره مو ورکړه، چې يوه مناسبه لار غوره کړي». دامطلب محمد ال بايتي څرګند کړ..

دده په خبره د «انصار الله » مشري چمتو ده، دملګرو ملتونو په سرپرستي ديمن دکړکيچ دښکيلو غاړو ترمنځ خبري اتري پیل سي. ده وويل دغه خبري اتري دسعودي عربستان تر يرغل مخکې پرې شوې. نوله دې کبله ، ده په بشپړه توګه صنعا ته د  عبد ربه منصور هادی، دبيرته را ستنېدو امکانات رد کړل. دحوثي استازی،  عبد ربه منصور هادی، يو خاين کس وباله، چې دپوځي مرستي غوښتنه ئي ديمن دګاوڼډې هېواد عربستان څخه وکړل.

ده زياته کړه چې ديمن دخلکوپه منځ کې  هادي نور محبوبيت نه لري، اواجازه به ورنکړي بيا واک تر لاسه کړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *