د بحرين يو شمير اوسيدونکو د لاريونونو په تر سره کولو سره په بند کي له سياسي فعالينو ملاتړ کړی دی
د بحرين يو شمير اوسيدونکو د لاريونونو په تر سره کولو سره په بند کي له سياسي فعالينو ملاتړ کړی دی
له دې سره لاريون کونکو ترنږدي راتلونکي د ټولو هغه بنديانو د خوشي کولو غوښتنه کړې کوم چي د لاريونو پر مهال نيول شوي دي
لاريون کونکو د بحرين له حکومته غوښتي ترڅو د الوفاق اسلامي گوند مشر(شیخ علي سلمان) چې په بحرین کې د سیاسي مخالفینو د لویې ډلې مشر دی خوشي کړي.
شیخ علي سلمان پنځه میاشتې وړاندې ونیول شو. دی د آل خلیفه رژیم په نسکورولو او له بهرنیو ځواکمنو هیوادونو سره په اړیکه تورن دی. ده په خپله لومړنۍ محکمه کې چې د جنورۍ په اته ویشتمه نیټه تر سره شوه ټول دا تورنه رد کړل.
دده نیولو کورنۍ او بهرنۍ نیوکې له ځان سره درلودې د نړۍ هیوادونو مشرانو د بشر حقونو او نورو بنسټونو دده د خوشي کولو غوښټنه کړې ده. ټاکل شوې وه دده د محکمې بل پړاو د چهار شنبه په ورځ په لاره اچول شوې وی خو د نامالومي مودې لپاره ځنډول شوې ده. د بښنې نړیوال سازمان تیره میاشت د بحرین له حکومته وغوښتل ترڅو ټول سیاسي بندیان له بنده خوشي کړيږ
په دوه زره یولسم کال کې حکومت پر وړاندې د بحرینیانو لاریونونه پیل شول په لومړیو کې دا لاریون د سعودي عربستان په ملاتړ وځل شو چې له ا مله یي ډیریو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او په سلګونه نور د آل خلیفه رژیم د نسکورولو په تور بندیان شول.
په وروستي لاریون کې لاریون کونکو له حکومته غوښتي ترڅو ټول سیاسي بندیان له بنده خوشي کړي.