پر یمن د سعودي عربستان په هوایي بریدونوکې له 4900 ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
پر یمن د سعودي عربستان په هوایي بریدونوکې له ۴۹۰۰ ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه د د تیرې زیږدیزې میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه پیل شول، دا بریدونه له پنځه ویشتو ورځو وروسته په داسې حال کې پای ته رسول شوي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د ریپوټ له مخې تر اوسه پکې ۹۵۰ یمنیان وژل شوي او ۳۴۸۷ نور ټپیان دي.
په دې بریدونو کې د حوثیانو ډيری پوځي مرکزونه له منځه وړل شوي، د حوثیانو او ددوی د ملاتړو د پرمختګ مخنیوی نه دی شوی او په ځینو برخو کې نښتې اوس هم روانې دي.
بله خوا ویل شوي چې په یمن کې د منصور هادي د پلویانو او حوثیانو ترمنځ نښتې په شبوه، اب او عدن ښارونو کې روانې دي.