د سعودي عربستان په مشری ايتلاف، پر يمن خپل هوايي بريدونه بند کړي دي

دا عمليات له ۲۵ ورځو وروسته په داسي حال کي درول شوي، چي د روغتيا نړيوال سازمان د مالوماتو له مخي، تر اوسه پکي له ۴۵۰۰ ډيرو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د ايران او امريکا په گډون يو شمير هيوادنو ددي عملياتو له بنديدو هرکلی کړی دی

د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف ویاند ( جنرال احمد عسیري) پر یمن ددې ایتلاف هوایي بریدونو د پای ته رسیدو په اعلان سره ویلي: په یمن کې به د امید رامنځ ته کیدو په نامه نوي عملیات پیل شي، چې د خبرو له لارې د یمن ستونزې د هواری او اړو کسانو ته د مرستې په رسونه کې به ګټور وي. عسیري زیاته کړې: عملیات د یمن تښتیدلي ولسمشر (منصور هادي) په غوښتنه درول شوي. او په دې عملیات کې د حوثیانو پوځي ځواک ته ډير زیان رسیدلی دی او هغه توغندي چې دې ډلې درلودل له منځه وړل شوي دي. له دې سره ده خبرداری ورکړی که چیرې په یمن کې حوثیان په برید لاس پورې کړي دوی به هم ورته ګام پورته کړي. ده ویلي: ” د ایتلاف مشرتابه نن د د یمن ولسمشر منصور هادي په غوښتنه د پریکړنده توپان په نامه عملیات پای ته رسولي. ولسمشر هادي منصور ویلي: د ایتلاف بریدونه موخې ته رسیدلي خو د حوثیانو د مخنیوي عملیات به په یمن کې دوام ولر ي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *