د کابینې ۱۶ کاندید وزیرانو لوړې مراسم تر سره کړل
د کابینې شپاړسو کاندید وزیرانو چې د تیرې شنبې په ورځ یې له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه؛ نن د ولسمشر اشرف غني پر وړاندې د لوړې مراسم ترسره کړل.
د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې دغه مراسم په ارګ کې جوړ شوي وو او له ولسمشر سربیره په کې د اجرایي ریاست چارواکو او د ملي شورا یو شمیر غړو ګډون کړی و.
ټولو وزیرانو ژمنه کړې چې په خپلو ادارو کې به کارونه په مسوولانه ډول مخ ته بیایي او د ځمکنۍ بشپړتیا او د قانون حاکمیت ته هڅه کوي.
ولسمشر دوی ته په کارونو کې د بریالیتوب غوښتنه کړې ده