افغانستان اوس هم د پاکستان له لوري د خبرو لپاره د وسله والو طالبانو اړ کولو ته هيله مند دی

د بهرنيو چارو وزارت وياند(شکيب مستغني) ويلي: د پاکستان اوسنۍ ژمنې د تيرو ژمنو سره توپير لري او حکومت په بيړې سره د پاکستان همکاری ته سترگې په لاره دی.

له وسله والو مخالفینو سره په نیغه توګه خبرې د افغان حکومت د فعالیتونوله لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي او په دې تړاو ولسمشر عربستان، چین او پاکستان ته سفرون کړي دي. حکومتي چارواکیو ویلي وو چې دا خبرې به د مارچ په میاشت کې پیل شي خو تر اوسه ددې خبرو د پیلدو کوم څرک نه لږي.

څیړونکي د افغان حکومت دا هڅې بې ګټې بولي وایي: که چیرې اوسني حالات دوام ورکړي وسله وال مخالفین به له حکومت سره خبرو ته زړه ښه نکړي او ډیری برخه به یي له داعش سره یوځای شي.

خو د بهرنیو چارو وزارت اوس هم ددې خبرو پیلیدو او په دې برخه کې د پاکستان همکاری ته هیله مند دی. ددې وزارت ویاند ویلي: په دې وروستیو کې د پاکستان ژمنو په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره ډيرې هیله مندی رامنځ ته کړې دي.

خو څیړونکي وایي، د ملي یوالي حکومت د پاکستان پّ دوه ګوني سیاست کې تیر وتلي دي. دوی په دې آند دي چې افغان حکومت له طالب مشرانو سره د خبرو له پآره نوې لارې وپلټي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن وویل: سوله ایزو خبرو ته د طالبانو د اړ کولو په برخه کې پاکستان د تیر په پرتله   جدي دی او بدلون یي کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران په میران شهر کې د اتو افغانانو وژلو ته په نغوتې سره ویلي: په تهران کې د افغان سفارت د څیړنو له مخې د دې ا فغانانو د وژلو مسولین د انسانانو قاچاق وړونکي دي. ښاغلي مستغني ویلي، د اوو وژل شویو کسانو پیژندګلوي شوې او هیواد ته راوړل شوي دي. خو له دوی خخه د یوه کس مړی اوس هم لادرکه دی او د پنځو تښتیدلیو کسانو په هکله مالومات شتون نلري. بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی د ایران له ولسمشره غوښتي ترڅو په جدي توګه دې پیښې ته رسیدنه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *