د جلال اباد ځانمرګي بريد کې ۳۳ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ نور ټپيان دي

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د کابلبانک مخې ته ځانمرګي بريد ۳۳ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر ټپيان شوي دي.

دغه ځانمرګى بريد د وري په ٢٩مه د سهار په شاوخوا اته بجو او ١٠ دقيقو د جلال اباد ښاروالۍ ته څېرمه د کابلبانک مخې ته وشو.

تر دغه بريد څو دقيقې وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته څیرمه د ډولکي بابا په زيارت کې هم چاودنه وشوه.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د پیښې په ځاى کې وويل چې ځانمرګى بريد د موټرسايکل بم په وسيله شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ٢٢ کسان وژل شوي او تر ٥٠ ډېر ټپيان شوي چې په کې ماشومان هم شامل دي او ډېرى يې ملکي وګړي دي.

خو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال وويل چې دوى ته له يادې پېښې ٣٣ مړي او تر ١٠٠ زيات ژوبل کسان راوړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په روغتون کې بيړنى حالت اعلان شوى او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

وروسته له هغه چې په ټولنيزو شبکو او ځايي راډيو ګانو کې له خلکو د وينې ورکولو غوښتنه وشوه، نو شلګونه کسان د عامې روغتيا روغتون ته رسيدلي او ټپيانو ته وينه ورکوي.

تر دې مخکې د محمدايوب په نوم يوه عيني شاهد وويل، چاودنه هغه مهال وشوه چې ګڼ خلک د کابلبانک د تلاشۍ غرفې مخې ته ولاړ وو.

هغه زياته کړه،ياده پېښه د دغه ښار له ګڼې ګوڼې په ډکه ساحه کې رامنځته شوې چې مارکېټونه او دوکانونه هم په کې ډېر دي.

دى وايي: ((تر چاودنې وروسته لسګونه کسان چې مړي او ټپيان وو، هر لور ته پراته وو او تر نيم ساعت پورې امبولانسونه هم نه وو ور رسېدلي.))

تر لومړۍ چاودنې څو دقيقې وروسته په دوه سوه مترۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر څنګ د ډولکي بابا په زيارت کې دويمه چاودنه هم وشوه.

د زيارت يو منجاور محمود وايي چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي دواړه چاودنې تاييد کړې، خو نور معلومات يې نه درلودل.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال لطف الله زرياب دواړه چاودنې تاييد کړې او ويې ويل چې يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جلال اباد د ملکي روغتون سرچينې وايي چې دوى ته لسګونه مړي او ټپيان ور وړل شوي دي.

د روغتون يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله وويل چې د ګڼ شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې له خلکو غوښتنه شوې چې روغتون ته د وينې ورکولو لپاره ورشي، ځکه چې ټپيانو ته د وينې سخته اړتيا ده.

تر يادې پېښې يو ساعت وروسته ښاروالۍ ته څېرمه دريمه چاودنه هم شوې، خو امنيه قوماندان وايي چې پوليسو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

تر اوسه د ياد ځانمرګي بريد او چاودنو مسووليت چا نه دى اخيستى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *