القاعده د يمن سويلي سمندري سرحد، هوايي ډګر او د تیلو مرکزونه نيولي
القاعده د يمن سويلي سمندري سرحد، هوايي ډګر او د تیلو مرکزونه نيولي
يمني چارواکي وايي، چې د هیواد په سويلي سيمو کې القاعدي ډلې هوايي ډګر، سمندري سرحد او د تیلو لوی مرکزونه نيولي دي.
يمن کې د حوثي پر ضد د روانو بريدونو پر مهال القاعده د روانې مياشتې په پيل کې مکلا ښار ونيو او له زندانونو يې خپل سلګونو پلويان ازاد کړل.
يمني سرچينې وايي، چې تېره شپه د القاعده ډلې سرتېرو مکلا ښار کې پر دولتي عسکرو بريدونه پيل کړل او دغه عسکر اړ شول، چې د القاعده د بريدونو له امله خپل سنګرونه پرېږدي.