د یوه قوماندان په ګډون ۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته.

د میدان وردګو ولایت په نرخ،چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د بیلابیلو پیښو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون درې وسله وال مخالفین ووژل شول او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د نرخ ولسوالۍ په اندړو سیمه کې امنیتي ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د مخالفینو د ملا رحمت الله په نوم یو قوماندان او د هعه ملګری ملا شریف ووژل شول .

همدا راز د دایمیرداد ولسوالۍ په احمدخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی .

امنیتي ځواکونو همدا راز د چک ولسوالۍ په فقیري سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین ټپيان شوي او د دوی دوه عرادې موټرسایکلونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

په ترسره شویو عملیاتو او نښته کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *