يو شمیر نجوني سوريې ته بیول شوي دي او هلته پر اسلامي دولت ډلي خرڅي سوي دي. ۲۰ کلنه دلارا يوه له دغو نجونو څخه ده. دا له ۶۰ نورو نجونو سره يو ځای سوريې ته بيول سوې وه او هلته په داسي سالون کي ساتل کېدلې چي د ودونو له پاره جوړ سوی وو.

له دغو ۲۰ تنو ښځو او نجونو څخه چي د بشري حقونو د څار سازمان پوښتني کړي دي ټولو ويلي دي چي په زوره واده سوي وې. دوی ويلي دي چي ځيني نجوني تر ۲ زرو ډالرو پوري خرڅي سوي او ځيني بيا جنگياليو ته «هديه» سوي دي.

دوو خويندو سارا ۲۱ کلنه او رعنا ۲۵ کلني ويلي دي چي په دې نه دي توانیدلي چي خپله ۱۶ کلنه خور پر يوه عرب باندي له خرڅلاوه راوگرځوي. دوی ويلي دي چي پر خور باندي ئې تر خرڅلاو دمخه څلورو کسانو جنسي تيری وکړ. دوی نور د خپلي خور له حاله خبري نه دي.

دغو دواړو خويندو ويلي دي چي پر دوی باندي يوه روسي او د اسلامي دولت ډلي يوه غړي چي د قزاقستان وو په وارو وارو تيری کړی دئ.

د بشري حقونو فعالانو د دغو ښځو او نجونو سرنويشت ته په کتو سره ويلي دي چي دا «سيستماتيک تيري» او «جنسي زورزياتي» دي.

هغه ښځي او نجوني چي د اسلامي دولت ډلي له منگولو تښتېدلي دي اوس په يو شان رواني ناروغيو اخته دي او غيري دولتي سازمانونه اوس د هغوی د درملني تلاښونه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *