په بهر کې د افغانستان سياسي نمايندگۍ د ډير عمر لرونکو او لوړ پوړيو دولتي چارواکيو د خپلوانو په ميلمستون اوښتې دي.

د ريپوټونو له مخې هغه کسان   چې له هيواده بهر د ديپلوماتانو په توگه دنده تر سره کوي. په تيرو څوارلسو کلونو کې يې له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو په ښو کولوکي پاتي راغلي. دا په داسي حال کي ده چي د سيمې د نورو هيوادونو په پرتله، په بهر هيوادونو کي د افغاني ديپلوماتانو شميره ډيره لوړه ده.

افغانستان اوس مهال په بهر هیوادونو کې له ۶۰ ډیرې سیاسي نمایندګۍ لري او په دې نمایندګیو کې له زرو ډیر دیپلوماتان په دندو بوخت دي. دې په کتو سره هند چې د سیمې له ډیر نفوس لرونکي هیواد څخه شمیرل کیږي به بهرنیو هیوادونو کې یواځې (۹۳۰) دیپلوماتان لري.

له دې سره چې د افغاني دیپلوماتانو شمیره ډیره لوړه ده خو له نړیوالې ټولنې سره د هیواد د اړیکو په ټینګښت کې پاتې راغلي دي. کارپوهان وایي دډې پاتې راتلو لاملونه د اړیکو له مخې د دیپلوماتانو ګمارنه او په تیرو څوارلسو کلونو کې د بهرني سیاست نیمګړتیا ښودل شوې ده.

دا کار پوهان وایي له هیواده بهر د افغانستان سیاسي نمایندګی د دولتي چارواکیو د خپلوانو په میلمستون اوښتې او هغه کسان په دندو ګمارل شوي چې معیاري ځانګړتیاوې نلري.

همدارنګه د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د جګره ګۍ ریس عبدالقادر ځاځۍ وطندوست وایي: ددوی د کمیسیون له لوري د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې، له دوه سوه ډیر دیپلوماتان د دیپلوماتیکي قانون پر خلاف ټاکل شوي دي. له دې سره ښاغلي وطندوست. د دیپلوماتانو پر لوړې شمیرې، د غیر مسلکي کسانو پر ګمارنې او ناسمو ځایونو ته ددوی پر ا ستولو نیوکه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د بشري منابع د اسنادو له مخي، سفیران، جنرال قونسلران، ریسان او مستشار چې د سیاسي انتصاب له مخې ټاکل کیږي، باید د بهرنیو چارو وزارت د ټولو دیپلوماتانو له شل سلنې لږ وي. له دې سره ویل شوي چې د انتصابي کسانو عمرونه باید له شپیتو کلونو ډیر نه وي.

له بلي خوا ویل کیږي چې ډيری دیپلوماتان خپل هیواد ته د بیرته راګرځیدو څخه ډډه کوي. ددې ریپوټونو له مخې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ وایي، په تیرو کلونو کې څلویښت سلنه دیپلوماتان د دندې په پای ته رسیدو سره بیرته خپل هیواد ته نه دي راستانه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسي جرګې د بهرني سیاست د اصولو پر سمون زور اچولی او دې جرګې له حکومت څخه غوښتې ترڅو دا برخه شفافه کړي. خو د بهرنیو چارو زویر صلاح الدین رباني ویلي، چې په نړیواله کچه د افغانستان ځای ځایګۍ او د هیواد ملي ګټې ددوی له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي دوی زیاته کړې چې د هیواد بهرني سیاست پر اصول به څه موده وروسته بیا کتنه وکړي او د تصویب په موخه به یي ولسي جرګې ته واستوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي د بهرني سیاست پر سمون کار روان دی پر هغه سمون چې ولسي جرګه یي غواړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *