د مصر په سینا سیمه کې د دوو چاودنو له کبله څوارلس کسان وژل شوي
د مصر په سینا سیمه کې د دوو چاودنو له کبله څوارلس کسان وژل شوي
دا چاودنې د سینا په سیمه کې چې د مصر په شمال کې پرته ده په دې وروستیو کې د داعش وسله والې ملاتړې ډلې فعالیت پکې ډير شوې دی.
په دې سیمه کې د وروستیو دوه چاودنو له کبله د وژل شویو کسانو سربیره اوه څلویښت کسان ټپیان شوي هم دي. په دې سیمه کې وسله والې ډلې چې د مصر د حکومت پر وړاندې جنګیږي له داعش څخه ملاتړ کړی دی.