پاکستان د يمن په جگړه کې له گډونه د ډډې په تړاو د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزير نيوکه رد کره.
پاکستان د يمن په جگړه کې له گډونه د ډډې په تړاو د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزير نيوکه رد کره. د پاکستان پارلمان د جمعي په ورځ پر يمن د عربستان د بريدونو په هکله بې پلويتوب ته رايه ورکړه خو د اماراتو بهرنيو چارو وزير خبرداری ورکړی، چې پاکستان به د خپلي دي پريکړې لگښت وويني.
پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ په ایتلاف کې د پاکستان نه ګډون د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر کلک غبرګون له ځان سره درلودږ د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر(انور قرقاش) دوه ورخې وړاندې په دې هکله دپاکستان دریځ ګونګ وښود خبرداری یي ورکړچې پاکستان به د خپلې دې کړنې لګښت وویني. د اماراتو دې وزیر ویلي: د پاکستان لپاره زمونږ پانګونې ښې دي خو دا هیواد په ډير حساس وخت کې ایران او ترکیې ته د خلیج فارس هیوادونو په پرتله لومړیتوب ورکوي. د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علی خان د اماراتو دې وزیر څرګندونې د پاکستان خلکو ته بې احترامي بولي وایي: د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ګواښونه د زغملو وړ نه دي. له دې سره ده ویلي، د انور قرقاش څرګندونې د نړیوالو دیپلوماتیکي اړیکو د اصولو پر خلاف او له ادبه لرې دي. بله خوا عربستان د پاکستان د پریکړې په غبرګون ویلي، چې د یمن پر وړاندې د ریاض په مشری په ایتلاف کې به د پاکستان نه ګډون کومه اغیزه ونلري.
د عربستان مذهبي چارو وزیر چې پاکستان ته سفر کړی ویلي یي دي، دا مسله د پاکستان کورنی مسئله ده.
سعودي عربستان د یمن پر وړاندې په ایتلاف کې له پاکستانه د ګډون غوښتنه کړې وه خو د پاکستان پارلمان په دې مسئله کې د بې پلویتوب پریکړه کړې ده.
له پاکستانه د یوه بل رارسیدلي خبر له مخې تیره شپه د پوځیان او وسله والو ترمنځ په نښته کې پنځه لس وسله وال وژل شوي دي.