ملگرو ملتونو له دې سره دې هيواد ته د بشري مرستو پر ليږدولو هم نيوکه کړې، له ښکيلو خواوو څخه يي غوښتي ترڅو د نښتو په بندولو سره اړو کسانو ته د مرستې رسولو اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند (استيفن دوجاريک) په یوه خبرې ناسته کې وویل: په یمن کې د جګړې او نښتو لمن پراخه شوې او دیری سیمو ته غځیدلې ده. ده خبرداری ورکړی چې په یمن کې د نښتو د ډیرښت او پر دې هیواد د عربستان د بریدونو له امله بشری وضعیت شیبه په شیبه بدتره کیږي. دوجاریک له ښکیلو خواوو وغوښتل، ترڅو له اړو کسانو سره د مرستې په موخه مرسته رسونکو ډلو ته د فعالیت لاره هواره کړي. ده زیاته کړې: د ورځې په تیریدو سره په دې هیواد کې د مرګ ژوبلې شمیره لوړیږي. ده ویلي: ” د روغتیا نړیوال سازمان د ریپوټ له مخې، د مارچ میاشتې له نولسمې د اپریل تر شپږمې شپږ سوه دوه څلویښت کسان په جګړه او د عربستان په بریدونو کې وژل شوي، دوه زره دوه سوه شپږ ویشت نور ټپیان دي. په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د عدن ښآر په سویل کې سختې نښتې رامنځ ته شوې دي او په دې ښار کې پر روغتیایي کارکونکو هم بریدونه تر سره شوي”

د بانکي مون ویاند وویل: نړیوالې سرې میاشتې او بشر دوستانه مرستې یمن ته لیږدول شوې او له اړو کسانو سره د مرستې په موخه نورې هڅې هم روانې دي.

پر یمن د عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه له اتلسو ورځو راهیسې پیل شوي او اوس هم دا بریدونه د حوثیانو او ددوی د ملاتړو پر مرکزونو دوام لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *