د بدخشان ولايت جرم ولسوالي په نښتو کې اولس وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور امنيتي پوستي له منځه تللې دي

طالبانو ويلي په دي نښتو کې يې افغان امنيتي ځواکونو ته درنه مرگ ژوبله اړولې او له دوی څخه يي درنې وسلې تر لاسه کړې دي

امینتي مسولین د بدخشان ولایت په جرم ولسوالی کې له درنې جګړې خبر ورکوي وایي تر اوسه په دې جګړه کې د پنځو بهرنیانو په ګډون اولس طالبان وژل شوي دي، خو طالبان بیا امینتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا لري.

د بدخشان امنیې قومندانۍ د امنیت آمر(سخي داد حیدري) وایي: وسله والو طالبانو تیره ورځ د جرم ولسوالی دهن آب خستک په سیمه کې د ملي اردو پر پوستو برید پیل کړی چې له امله یي یو سرتیری وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.

د وسله والو طالبانو ویاند (ذبیح الله مجاهد) بیا وایي له امنیتي ځواکونو یي څلور پوستې نیولې، پنځه ویشت سرتیري یي وژلي او شل نور یي ټپیان کړي دي.

له دې سره ده زیاته کړې: درې سرتیري اسیر کړي څلور ټانکونه، شپږ رینجر موټر او په پوستو کې شته وسله یي تر لاسه کړي دي.

خو امنیتي مسولینو ویلي ملي اردو په خپله ځینې پوستې پریښې او ټول وسایل یي له ځان سره راوړي دي. د بدخشان په جرم ولسوالی کې نښته اوس هم روانه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *