د ملي امنيت لوى رياست وايي چې موظفينو يې په کندهار ولايت کې يو ځانمرګى بريدګر نيولى دى.

د ياد رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې موظفينو يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يو ځانمرګى بريدګر نيولى دى.

سرچينې زياته کړې چې نيول شوى بريدګر د زابل ولايت اوسېدونکی دى او د وسله والو طالبانو ديوې ډلې د مشر سيد عبدالله چې په عبدالرحمن مشهور دى، په کندهار کې ځانمرګي بريد ته راوستل شوى و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوي پر خپل جرم اعتراف کړى او زياته کړې يې ده چې د اشرفيه په مدرسه کې د ځانمرګو بريدونو د زده کړو د مسوول ملا جبار له خوا ځانمرګي بريد ته چمتو شوی او د نوموړي په لارښوونه کندهار ولايت ته را استول شوی و.

سرچينې زياته کړې چې ياد بريدګر موخې ته تر رسېدو مخکې نيول شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *