ملي امنيت د خوست ولايت په وروستي ځانمرګي بريد کې د لاس لرلو په تور شپږ تنه نيولي دي.

د روانې مياشتې په ١٣مه، په خوست ولايت کې ځانمرګى بريد ترسره شو، چې له امله يې ٢٢ تنه ووژل شول او   د ولسي جرګې د غړي همايون په ګډون شاوخوا ۶۲ نور په کې ټپيان شول.

د ملي امنيت رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ياد شوي بريد په تور شپږ تنه نيول شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په يادو کسانو کې عبيدالله د افضل الرحمن زوی د خيبر پښتونخوا اوسېدونکى او پاتې پنځه نور شکيل الرحمن د حبيب الرحمن زوی، نورالدين د قيام الدين زوی، عابدالله د لعل مرجان زوى، سيدالرحمن د کمال خان زوى او وحيدالله د محمد خان زوى د خوست ولايت اوسېدونکي دي.

سرچينه زياتوي، نيول شويو کسانو د څېړنو پرمهال په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې ځانمرګى بريد د شاه غلام په نوم د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي د حقاني ډلې په همکارۍ تر سره کړى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هغه مهال ويلي و، چې دوى په ياد بريد کې لاس نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *