په پاکستان کښې ۲۳ طالبان وژل شوي

په خیبر ایجنسۍ کښې د پاکستان په هوايي بریدونو کښې ۲۳ ترهګر هلاک شول.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبر ایجنسۍ کښې په هوايي عملیاتو کښې ۲۳ ترهګر وژلي او د هغوي اوه پټن ځایونه یې هم ویجاړ کړل.

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې د خیبر ایجنسۍ په تیره سیمه کښې د ترهګرو په مرکزونو باندې هوايي بریدونه له بیګا راهیسې روان دي. د تیراه په کندو غریبي سیمه کښې په شویو عملیاتو کښې ۱۶ ترهګر هلاک شوي او د هغوي ۴ مرکزونه هم ویجاړ کړې شول.

د همدې سیمې په مهربان کلي کښې ۷ ترهګر هلاک شوي او ګڼ شمیر زخمیان شوي دي او د هغوي درې پټن ځایونه وران کړې شوي دي.

دا ټول وژل شوي ترهګر د پاکستان د طالبانو ډلې کسان وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *