زمونږ خبریال وايي دافغانستان په ختیځ کښې په جلال اباد ښار کښې نن دناټو په یوه کاروان ځان وژونکي حملې کښې څلور(۴)   ملکیان وژل شوي او دولس(۱۲) نور ژوبل شوي هم دي چې درې(۳) پکښې مرګي حاله دي   .

د افغانستان دننګرهار ولایت دپولیسو ویندوی حضرت حسین مشرقیوالي وویل نن سهار په جلال اباد ښار کښې هوايي ډګر ته نږدې دخارجي عسکرو په یوه کاروان ځان وژونکي حمله وشوه چې په ترڅ کښې يې دیوه ماشوم په شمول څلور (۴) ملکي وګړي وژل شوي .

یوه ځان وژونکي کس له چاودیدونکو مواد ډګ ګاډي دخارجي عسکرو دکاروان له یوه ګاډي سره وجنګوه چې په ترڅ کښې یې دبهرنیو عسکرو ګاډی تباه شو خو هیڅ خارجي عسکر نه دی وژل شوی .

دپیښې په ځاې کښې دګاډو ګڼ شمیر پلورنځایونه (بارګینونه ) شته چې له کبله يې ګڼ شمیر ګاډي تباه شوي .

دطالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ددغه ځان وژونکي حملې دمسوولیت په منلو سره وویل چې په دغه پیښه کښې دو(۲) ټانکونه تباه شوي او سپاره کسان پکښې مړه شوي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *