روسیې په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو او د شتون او فعالیتونو له امله ژوند اندیښنه ښودلې

په افغانستان کې وروستیو ناامنیو په ځانګړې توګه روسیه ډیره اندیښمنه کړې ده.

روسیې د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته د نوموړو ناامنیو د نفوذ د مخنیوي په خاطر په حرکت پيل وکړ. روسیې پدې اړه تاجکستان سره چې د افغانستان سره پراخه ګډه پوله لري د وسلو مرستې ته ملا تړلې ده .

همداشان پدې وروستیو کې په افغانستان کې امنیتي ستونزو او په ځانګړې توګه د داعش د ډلې د موجودیت او فعالیتونو په اړه د راپورونو د خپریدو نه وروسته روسیې د تاجکستان سره د وسلو د مرستې پریکړه کړې ده .

یو زیات شمیر روسي کارپوهان پدې اند دي چې په افغانستان کې ماامنۍ او په ځانګړې توګه د داعش د ډلې شتون او فعالیتونه د روسیې لپاره جدي ګواښ جوړوي.

د همدې امله روسیې پریکړه کړې چې د افغانستان سره په پوله کې د تاجکستان سرحدي ځواکونه لا زیات په وسلو سمبال کړي. روسیې تاجکستان نه د افغانستان په پوله کې د لا زیاتو ځواکونو د ځای په ځای کولو غوښتنه هم کړې ده .

د بله پلوه روسیې رسنیو د نوموړي هیواد د عسکري چارواکیو له قوله لیکلي دي چې روسیه به د تاجکستان سره د یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت عسکري مرستې وکړي.

په افغانستان کې د ناامنیو په اړه روسیې پداسې حال کې اندیښنه ښودلې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا د سي ان ان خبري شبکې په افغانستان کې د داعش د ډلې د شتون اړوند ویدیويي فلم خپور کړ.

د یادولو وړ ده چې ددینه وړاندې په کراتو مراتو په افغانستان کې د داعش د موجودیت ادعا کیده خو افغان حکومت به تل دا ادعاګانې بې بڼسټه بللې.

د بله پلوه یوه لنډه موده وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ او د اجراییوي ریاست مرستیال په هیواد کې د داعش د شتون پخلی وکړ . د اجراییوي ریاست مرستیال حاجي محمد محقق په زابل کې د تښتول شوو ۳۱ تنو د تښتونې پړه هم د داعش په ډلې واچوله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *