د کنړ سرکاڼو سرحدي پوليس له يوې مياشتې راهيسې محاصره دي

د کونړ ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ د ناواپاس د سرحدې پوستو سرتیري وايي چې له تېرې نژدې یوې میاشتې راهيسې وسله والو طالبانو محاصره کړي دي.

دوى وايي د ورځې لخوا له پوستو او کوټو نه شي وتلی او که څوک د راوتلو کوښښ کوي نو وسله وال پرې ډزې کوي .

یو تن سرحدي پولیس چې له نوم ښودلو او اواز خپرولو څخه يې ډډه کوله په ټیلفون کې یو شمیر رسنیو ته ویلی، د دوى یوشمېر چارواکي وايي چې په ناواپاس کي حالت سم دي او کومه زیاته ستونزه نه شته.

هغه وايي که چېرې دغه چارواکي او د هغوى بچي په ناواپاس کې پراته وای نو اوس به ورته څرګنده شوی وای چې پر دوى څه تېرېږي.

دوى شکايت لري چې هلته خوراک، څښاک، درمل او اوبه هم نه لري.

ټپي ملګري يې د ټپونو او دردونو له امله ورته فریاد کوي، خو دوى ورسره هیڅ کمک نه شي کولی.

د کونړ د ولایتي شورا رئیس حاجي دین محمد هم وايي چې په ناواپاس کې يې سرتیري د لارو بندېدو او محاصرې په وجه له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوى د کورنیو چارو له وزارت او نورو چارواکو سره ستونزه شریکه کړې خو تراوسه يې کومه د حل لاره نه ده پیدا شوې.

بله خوا د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله وویل په رښتیا هم چې په ناواپاس کې يې سرتیري په بد حالت کې پراته دي او دوى هڅه کوي چې د یادو سرتېرو ستونزې حل کړي.

والي وايي د حکومت په ټولو چارو باندې سرپرستۍ ډېره بده اغېزه کړې او هر چارواکی د خپلې نامعلومې راتلونکې په غم کې دی.

په ختيځ کې د لومړۍ سرحدي لوا درستیزوال محمد ایوب حسین خېل بیا وايي ناواپاس ته يې یوه اندازه اکمالات هم کړي دي.

خو په ناواپاس کې پراته پولیس او د کونړ چارواکي له شوو اکمالاتو خبر نلري .

دناواپاس ترڅنګ د مرورې ولسوالۍ د غاښي کنډو او د دانګام ولسوالۍ د بنشۍ په سرحدي پوستو کې هم په لسګونو سرحدي پولیس پراته دي چي د ډیرې مودې راپدیخوا ورته تللې لارې تړل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *