د يمن په جګړه کې د منځنۍ اسيا ګڼ شمیر روغتیایي کارکونکي بند پاتې دي

په يمن کې د مخ پر زياتیدو جګړې له کبله سلګونه روغتيايي کارکوونکي د ژغورلو پر هڅو سربېره په دې هیواد کې بند پاتې دی.

روسي الوتکو په دې وروستيو کې د تاجکستاني، ازبکستاني او قرغزي نرسانو، ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو په ګډون ګڼ شمېر روسي وګړي ژغورلي دي، خو ګڼ شمېر اوس هم په يمن کې د خپلو کورنيو سره په داسي حال کې بند پاته دي چې د هوا او اوبو له لارې د ژغورلو کار د جګړې له کبله اغېزمن شوی دی.

په دې جګړه کې روغتيايي کارکوونکي له مرګ سره لاس او ګرېوان پاتې دي او يا يې پخپله د ځان لپاره دا لار غوره کړې ده چې په دې هيواد کې پاته شي.

يو ازبک ډاکټر چې اکبر نوميږي په یمن کې له څلور کلونو راهيسي کار کوي او وايي:

”په هر روغتون کې لږ تر لږه درې يا څلور ازبکستانيان شته. له موږ څخه یو څو کسان هوايي ډګر ته لاړل او هلته د څلورو ورځو لپاره پاتې شول خو موږ ونه کړای شو چې له يمن څخه ووځو. موږ ته وويل شول چې د اپرېل په شپږمه اخري پرواز و خو موږ نه پوهيږو چې ايا دا رښتيا دي“

ګڼ شمېر د منځنۍ اسيا روغتيايي کارکوونکو او ډاکټرانو خپل قراردادونه د روسي شرکتونو په مرسته تر لاسه کړي دي.

ځيني ازبک روغتيايي کارکوونکي نه غواړي له دې ځايه ووځي ځکه چې ګڼ شمېر يې يمن ته په غير قانوني ډول د روسيې له لارې تللي دي.

د دې جرم له کبله دوی په خپل هيواد کې له ۱۲ کلونو بند سره مخامخ کېدای شي.

په يمن کې د ازبکستاني وګړو شمېره نه ده څرګنده خو د اټکل له مخې شا او خوا ۳۰۰۰ ازبکستانيان په دې هيواد کې شته.

د يوه ازبکستاني ډاکټر لور د ازبکستان له مرکز تاشکنده د نوم نه ښودلو پر شرط د آزادي راډيو ازبکستاني څانګې ته ويلي چې مور يې د يمن په مرکز صنعا کې بنده پاتې ده:

”زما مور موږ ته وويل چې ويې نکړای شو چې له هغه ځايه ووځي ځکه چې الوتکې د سختې جګړې له کبله پرواز ونه کړ. هغې ماته وويل چې اندېښنه نه کوم. زموږ ځايي تلويزيونونه د دې ستونزې په اړه پټه خوله پاتې دي“

د منځنۍ اسيا جمهوريتونه غوښتنه کوي چې وګړي دي يې له يمن څخه ووځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *