ملگرو ملتونو په يمن کي د انساني ناورين له رامنځ ته کيدو انديښنه ښودلې ده

ملگرو ملتونو ويلي: په يمن کې د نښتو او د سعودي عربستان هوايي بريدونو، د ملکي کسانو په گډون روغتيايي مرکزونه په نښه کړي دي

د ملګرو ملتونو ویاند(اسټیفن دوجاریک) ویلي: د یمن په سویلي (عدن) ښآر کې د حوثیانو او منصور هادي د پلویانو ترمنځ په نښتو او پر دې هیواد د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف بمباریو، ملکي کسان او ملکې بنسټونه په نښه کړي دي. دوی ویلي، په صنعا، عدن او ضالع ښارونو کې (۵) روغتونونه او اوه دیرش ودانۍ تر برید لاندې راوستل شوي دي. بله خوا د ملګر ملتونو یونسف ادراې ویلي په ایب ولایت کې پر یوه ښونځي برید شوی چې له امله یي دوه ماشومان وژل شوي دي. دوچاریک ویلي: د بشري مرستو رسونې بنسټونه خبرداری ورکوي، چې په یمن کې حالات د ناورین په لور روان دي او دوی په جګړه کې له ښکیلو خواوو غواړي ترڅو خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي. ده ویلي: ” د بشر دوستانه مرستو اړوند بنسټونه د ناورین په لور د یمن د تګ په هکله اندیښه ښودلې. دا بنسټونه له ښکیلو خواوو څخه غواړي ترڅو د کړیو ژمنو او د نړیوالو قوانینو له مخې پر ملکي ودانیو او ملکي کسانو له بریدونو ډډه وکړي او مرستندویه ډلو ته اجازه ورکړي ترڅو په جګړه ځپلو سیمو کې اړو کسانو ته مرستې ورسوي”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *