د عراق امنيتي ځواکونو د دالانبار ولايت د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي. د عراق دفاع وزير ويلي: له بيلابيلو خلکو رامنځ ته شوې ډلې د امنيتي ځواکونو ترڅنگ په دې عملياتو کې گډون کړی دی، ترڅو دا ولایت د داعش له وسله والو پاک کړي.

د عراق لومړي وزیر(حیدر عبادي) دفتر خبر ورکړی، چې د الانبار ولایت د نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي. انبار د عراق له لویو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې د بغداد په لویدیځ کې پروت دی. ددې ولایت ښارونه او کلي د داعش وسله والې ډلې په لاس کې دي.

عراقي چارواکیو ویلي: ددوی ځواکونو د انبار ولایت له دریو خواوو کلابند کړی. له دی سره د عراق دفاع وزیر( خالد العبیدی) ویلي: د بیلا بیلو ولایتونو څخه په زرګونه کسان د امینتي ځواکونو له لیکو سره یوځای شوي ترځو دا ولایت د داعش له وسله والې ډلې پاک کړي. له دې سره ده هغه ټول ریپوټونه رد کړي، چې ګواکي د تکریت ښار د نیولو په عملیات کې ډيری زیان ملکي ودانیو او خلکو ته رسیدلی دی. ده زیاته کړې: دا ریپوټونه هم، چې پوځیانو د خلکو په ځورونه لاس پورې کړی ناسم دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *