د چین بهرنیو چارو وزارت، په یمن کی د چټک اوربند د ټینګښت غوښتنه وکړه

چین په یمن کې د انساني ناورین په هکله اندیښنه ښودلې ده

د چین د خارجه وزارت ویاندی، هوا چون یینګ، په خبری کنفرانس کی، د یمن له کړکیچنو حا لاتو، او همداراز په دی هیواد کی د انسانی فاجعی له رامنځته کیدا څخه، د خواشینۍ په ښودلو سره، د سره ښکیلو ډلو ترمنځ د اوربند د ټینګیدا په ضر ورت ټینګار وکړ، او ویی ویل : د پکینګ دولت،د خبرو اترو او سوله ایزو لارو څخه؛ د دغه هیواد دکړکیچ د حلیدو غوښتونکئ دئ .

د چین د خارجه وزارت ویاندي، په یمن کی له ټولو ښکیلو لورو وغوښتل چی، له نړیوالو قوانینو او حقوقو څخه په پیروۍ سره، له یمن څخه د خپلو اتباعو د ایستلو لپاره، د بهرینو هیوادونو سره همکاری وکړی .

دې همداراز څرګنده کړه : د ملګرو ملتو د امنیت شورا باید، په یمن کی د کړکیچ او انسانی بحران په کمولوکی د خپل رغاوونکی رول له لوبولو سربیره، د سیاسی حل لاری د موندلو لپاره هڅه وکړ ی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *