د ایران او ترکیې ولسمشرانو په یمن کې د اوربند غوښتنه کړې ده

د ایران ولسمشر په تهران کې له خپل ترکیي سیال سره د لیدنې پر مهال، پر یمن د سعودي عربستان د بریدونو بندلو غوښتنه کړې ده. دوی ویلي: تهران او انقره په یمن کې د جګړې پای ته رسیدو غوښتونکي دي او باید په دې هیواد کې اوربند رامنځ ته شي.

د ترکیې ولسمشر(رجب طیب اردوغان) هم د خپلو خبرو په لړ کې، د خبرو سوله ایزو لارو په خپلولو سره په یمن کې د ستونزې د هواری غوښتونکی شو، ده ویلي:

” مونږ باید دا وژنې او وینې تویدنې د خبرو له لارې پای ته ورسوو. مونږ باید ښکیل اړخونه خبرو ته اړ کړو او دا به روښانه کړو چې د منځګړیتوب څومره وړتیا لرو. مونږ په دې هکله خبرې کوو او هیله مند یم چې په دې برخه کې لاسته راوړنې ولرو”.

اردوغان تیره ورځ د یوه لوړ پوړي ترکي پلاوي په مشری تهران ته سفر کړی. او ددې هیواد له مسولینو سره یې په بیلا بیلو برخو کې یو شمیر تړون لیکونه لاسلیک کړي دي. له دې سره دواړو اړخونو د سوداګرۍ ودې په هکله چې په راتلونکو کلونو کې به یي کچه (۳۰) دیرشو میلیاردو ډالرو ته ورسیږي خبرې کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *