جاپان دا مرسته له نشه يي توکو سره د مبارزې پروګرام لپاره ځانګړې کړې ده.

په کابل کې د جاپان سفارت له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) له خوا لګول کېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، دا مالي مرسته په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې او اړوندو مسايلو په برخه کې لګول کېږي، خو د پيسو د لګښت د وخت په اړه يې اشاره نه ده کړې.

د خبرپاڼې په وينا، دغه پيسې د افغانستان د سرحدونو د پياوړتيا، له ګاونډيو هېوادونو سره د سرحدي همکارۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې د ملي بنسټونو د ظرفيت لوړونې، د پنبې او ګلونو کر، د حاصل لرونکو اسانتياوو، د روږدو کسانو په درملنه کې لګول کېږي.

د جاپان سفارت په افغانستان کې د نشه يي توکو د اغېز په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه چې دغه پديده د هېواد او سيمې لپاره يو سخت امنيتي خطر دى.

د ملګرو ملتونود نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د تازه معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د کوکنارو د کښت په کچه کې اووه سلنه لوړوالى راغلى، په ٢٢٤ زره هکتاره ځمکه کې کرل شوي چې د توليد په کچه کې يې هم ١٧ سلنه زياتوالى راغلى او ٦٤٠٠ ټنو ته رسېږي.

په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې چې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره کولى شي چې د جاپان له سخاوتمندانه مرستو له لارې د اړوندو وزارتونو او مقامونو سره د مرستې له لارې د موثرو فعاليتونو په وسيله له دې ناوړه پديدې سره مبارزه وکړي.

د جاپان سفارت ويلي چې له ١٣٨٠ کال راهيسې يې تر ننه پورې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د کړو مرستو کچه ٧٨٠ ميليون ډالرو ته رسېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *