په افغانستان کې د داعش وسله والو شمیره مخ په لوړیدو ده
که حکومت په دې برخه کې ناغیړي وکړي، نو له سختو ستونزو سره به مخ شي.
د کورنیو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم داعش ډله د هیواد د امنیت پر وړاندې ستر ګواښ بولي او د یادې ډلې د له منځه وړو په موخه له جدي هلو ځلو خبره کوي.
په هیواد کې د داعش ډلې شتون د ولسي جرګې غړو اندیښنه ډیره کړي. دوي وايي: حکومت ته نښايي چې د دې ګواښ پر وړاندې ناغیړي وکړي او ټینګار کوي چې حکومت دې له یادې ښکارندې سره د مبارزې لپاره اړینه کړنلاره تیاره کړي.
په همدې لړ کې د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي : د داعش ډلې پیاوړی شتون د هیواد د امنیت لپاره جدي ګواښ دی او زیاتوي: افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي د یادې ډلې د فعالیت له پراخوالي مخنیوي وکړي.
ښاغلی صدیقي زیاتوي: په هغو ولایتونو کې چې د داعش ډلې فعالیت درلود د افغان امنیتي ځواکونو لخوا سخت ځپل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې : په تیرو ۸ میاشتو کې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو شمیر ۷۰ سلنه پورته شوی او دمګړۍ شاوخوا ۶۵۰۰ جنګیالي په افغانستان کې شتون لري.