د یمن د حالاتو په هکله د امنیت شورا بیړنۍ ناسته تر سره کوي

په دې ناسته کې به د روسې وړاندیز وڅیړل شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د یمن د حالاتو په هکله یوه بیړنۍ ناسته تر سره کوي. په دې ناسه کې به د یمن په کله د روسي وړاندیز وڅیړل شي، په دې وړاندیز کې روسیې پر یمن د هوایي بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

له لسو ورځو راهیسي پریمن د سعودي عربستان په مشری د عربي هیوادونو د ایتلاف هوایي بریدونه دوام لري. ددې ایتلاف ویاند ویلي: دې بریدونو د حوثیانو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ځواکونو ته ډیر زیان رسولی او ددوی د پرمختګ مخنیوی یي کړی دی.

له دې سره ویل شوي، چې تر اوسه په دې بریدونو کې لسګونه داسې کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې شمیره یي نه ده مالومه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *