ایران له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې او اوباما ویلي له وروستۍ هوکړې سره اوس هم اختلافات ډير دي

حسن روحاني ويلي ايران يواځې د اټومي پلان د ستونزې هواری غوښتونکی نه دی، بلکې غواړي له نړيوالې ټولنې سره خپلو اړيکو ته وده ورکړي.

ده ويلي، هيواد يي له نړۍ سره د جگړې او تسليميدو غوښتونکی نه دی بلکې دوی د دريمې لارې چې له يوه بل سره همکاري ده، پلويتوب کوي.

د حسن روحاني په وينا: ايران د نړۍ له ټولو هيوادوو سره د ښو اړيکو په لټه کې دی او دا اړيکې به د ټولو په ګټه وي.

همدارنگه د امريکا ولسمشر ويلي: له ايران سره د روانې مياشتې تر وروستيو به يوه هوکړه لاسليک شي

د ایران ولسمسشر(حسن روحاني)، د اټومي پلان په هکله هوکړه، له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو په لور یو ګام ښودلی، ویلي یي دي: دده حکومت له هیچا سره د جګړې هوډ نلرري او د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی.

د ایران ولسمشر(حسن روحاني) د سویس په لوزان ښار کې د دې هیواد اټومي پلان په هکله د پنځه جمع یو هیوادونو سره له هوکړې یوه ورځ وروسته وویل: د هکړې وروستۍ پریکړه به، چې د ایران اورانیمو په هکله ده، وبه ومنل شي او ددوی له لوري به پلې شي، چې په دې سره به پر ایران ټول اقتصادي، مالي او بانکي بندیزونه لرې کړل شي.

ده ویلي ایران نړۍ ته دوکه نه ورکوي او د اټومي پلان په هکله له نړیوالې ټولنې سره به خپلې ټولې ژمنې پلې کړي. له دې سره ده خبرداری ورکړی، که چیرې مقابل لوری خپلې ژمنې پلې نکړي، ایراني لوری به په نورو کړنو لاس پورې کړي.

بله خوا د امریکا ولسمشر(بارک اوباما) ویلي: له ایران سره به وروستۍ هوکړه د روانې میاشتې تر وروستیو لاسلیک شي. له دې سره دوی ویلي، د واشنګټن او تهران تر منځ ژور اختلافات شتون لري او حتی که چیرې په دې هکله د دواړو خواوو ترمنځ هوکړه هم وشي ډیری اختلافات به پر ځای پاتې وي.

ایران او پنځه جمع یو هیوادونو چې روسیه، امریکا، بریتانیا، فرانسه، چین او آلمان هیوادونه دي، دوه ورځې مخکې یي د اټومي پلان په هکله هوکړه وکړه. ددوی تر منځ وروستۍ هوکړه به تر راتلونکو دریو میاشتو لاسلیک شي.

ملګرو ملتونو او د نړۍ ډیریو هیوادونو له دې هوکړې هرکلی کړی او دایي د نړۍ د امنیت او ټیکاو په ګټه ښودلې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *