تر نږدي راتلونکې به القاعده ډله له منځه لاړه شي

ایمن الظواهري خپلو پلویانو ته له نورو ډلو سره د یو ځای کیدو حکم کړی دی

د القاعدې مشر ایمن (الظواهري) د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې خپلو پلویانو ته ویلي، کولای شي د داعش په څیر له نور وسله والوډلو سره یوځای شي. د ریپوټ له مخې، په سوریه کې د القاعدې ځانګې النصري ډلې هم ویلي، غواړي له القاعدې څخه بیله شي، ځکه چې دا ډله به په (۲۰۱۵) کال کې له منځه لاړه شي. په سوریه کې د احرارالشام مشرانو هم ویلي: ایمن الظواهري، د القاعدې ډلې د منحلولو پلان لري، ځکه چې په مصر، سوریه، عراق او لیبیا هیوادونو کې داعش د ودې او پرمختګ په حال کې دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *