افغانستان باید یو تولیدونکی هیواد وی

ولسمشر د هيواد له صنعت کارانو سره د ليدني پر مهال د پانگوني خخه د ملاتر په موخه له تولو امکاناتو د کار اخستني ژمنه کري ده

ددي برخي د تولني مشر هم خپلو ستونزو ته په نغوتي سره ددي ستونزو د هواري غوشتنه کري ده

په دي ليدنه کي د کورنيو چارو، کانونو، مالیې، سوداګری وزارت خونو او د افغانستان بانک سرپرستانو او د برښنا شرکت ریس هم ګدون کړی وو. په دې لیدنه کې ولسمشر ګډونوالو ته د پانګونې په برخه کی اړینې سپارښتنې وکړې.

د افغانستان صنایع سرتاسري ټولنې مشر(شیر باز کمین زاده) په دې ناسته کې وویل: له دې سره چې د صنعتکارانو په مخ کې ډيرې ستونزې پرتې دي خو بیا هم په دې برخه کې، یو اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګونه شوې ده او له یو میلیونو ډیرو کسانو ته د بوختیا لاره هواره شوې ده.

له دې سره د تیرې ورځې په ناسته کې ولسمشر له صنعتکارانو سره د سوداګرۍ او صنایع خونې د رامنځ ته کولو ژمنه وکړه.

ښاغلي غني وویل: کورني تولیدات به په بنسټیزه توګه پیاوړي شي او په دې سره به ټول خوراکي او جامې په هیوا کې تولید شي.

دوی ویلي افغانستان باید په یوه صادریدونکي هیواد بدل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *